شاته

ټرمپ پر جولان د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره پر جولان لوړو د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي سیال سره ټلېفوني خبرو کې د ښاغلي ټرمپ وروستۍ پرېکړه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام یې په سیمه کې تاوتریخوالي ډېروي.