BBC
 شاته

هلمند کې د طالبانو بریدونو افغان امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

رپوټونه وايي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې افغان امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته منلې چې دواړو خواوو ته په جګړه کې درانه تلفات اوښتي. نوموړی وايي لسګونه افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي او ټپیان دي.