BBC
 شاته

سوریې دیموکراتیکو ځواکونو پر داعش ډلې وروستی بری اعلان کړ

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (ایس ډي ایف) وايي، دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) له ماتې وروسته د دغې ډلې پنځه کلن 'خلافت' پای ته رسېدلی دی. د سوریې دیموکراتیک ځواک سرتېري د سوریې په باغوز کلي کې د بریا بیرغونه ټومبي چې د داعش ډلې وروستی کلک مرکز بلل کېده.