BBC
 شاته

هلمند کې د بزګر ورځې مراسمو کې چاودنې

د هلمند مرکز لشکرګاه کې د شنبې په ورځ د حامد کرزي سټیدم کې د بزګر ورځې مراسمو کې دوه چاودنې او ډزې شوې دي. هلمند کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته له نوم پرته وویل، چې دې پېښه کې د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت وژل شوی او والي، د سرحدی قواوو قومندان ضرار احمد مقبل د د اطلاعاتو فرهنګ رییس او د ځوانانو مدیر ټپي شوی دی.