BBC
 شاته

عراق: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي

د عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په وینا کښتۍ کې نژدې ۱۰۰ کسان ناست وو، چې د اکثر ډوب شویو کسانو لامبو زده نه وه. رپوټونو کې ویل شوي، ډوب شوي کسان د نوروز مېلې کې ګډون ته روان وو.