شاته

غني اوعبدالله څلورمه غونډه کې په نورو مسلو موافقې کړي

د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره شپه په ارګ کې په خپله څلورمه غونده کې په یو لړ مسلو د خبرو پروخت په ځینو مهمو ټکو موافقې ته رسیدلي چې په مهمو دولتي څوکیو د افرادو ټاکل هم په کې شامل دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د نورو پاتو مسلو پر سر د موافقې لپاره به دواړه مشران ژر بله غونډه هم وکړي.

ښاغلي میثم وویل " په دغه غونډه کې پر یو لړ مسلو مونږ موافقې ته سره ورسیدو، چې ددغو موافقو څخه یوه یې دا ده چې له دې وروسته به ټاکنې د سیاسي موافقې له مخې ترسره کیږي او په مهمو او کلیدي څوکیو به د کار وړ کسان د دوو مشرانو په سلا مشوره ټاکل کیږي ".

د اجرائیه ریاست وایي چې دواړو مشرانو په دې هم موافقه کړې چې پرمهمو دولتي څوکیو د ټاکلو پر وخت ښه کاري وړتیا، ملي مشارکت، صداقت او تعهد د ملي یووالي د حکومت په اصلاحي پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي.

دا ریاست وایي، چې پر دولتي څوکیو د افرادو د ټاکلو په برخه کې دوه ګونی چلند نه ترسره کیږي او اجرائیه رئیس به د حکومت پر لوړو څوکیو د وړاندیز په بهیر کې ګډون ولري.

تیره میاشت جمهوررئیس غني د افغانستان د اداري اصلاحاتو د رئیس په توګه د ډاکټر احمد مشاهد پرځای احمد نادر نادري ټاکنې وروسته د اجرائیه رئیس عبدالله د سختو نیوکو سره مخ شو.

د جمهورئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د اسد د ۲۱ ورځې راهیسې د راټوکیدلو ستونزو د هوارلو لپاره څلور غونډې شوي دي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي د دواړو مشرانو ترمنځ په درییمه غونډه کې د ټاکنو د سیستم د اصلاح، د الکټرونیکي تذکرو ویشلو، د اساسي قانو د تعدیل لپاره د کمیسیون په جوړیدو او د دواړو مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې د تطبیق د کمیتې د غړو په ټاکلو موافقې شوې وې.

د افغانستان جمهوري ریاست د دواړو مشرانو ترمنځ کتنې تائیدوي، خو په اړه یې د څه ویلو ډډه کوي.

دواړو مشرانو د نورو ستونزو وروسته خپله لومړۍ غونډه د زمري د میاشتې په اوویشتمه په ارګ کې وکړه چې په ارګ کې د یوې سرچینې د وینا له مخې په ترڅ کې یې اجرائیه رئیس عبدالله جمهور رئیس غني ته په څلورو کتګوریو کې خپلې ۳۳ غوښتنې وړاندې کړي.

تراوسه لا د پنځمې غونډې لپاره ڼیټه نه ده ټاکل شوې خو اجرائیه ریاست وایي ډیر ژر به بله اونۍ دا غونډه ترسره شي.