BBC
 شاته

د افغانستان پاسپورټ غوښتنلیک انټرنټي شو

د افغانستان پاسپورټ ریاست ادارې مشر سید عمر صبوري وايي د غوښتنلیک له انلاین کېدو وروسته دوی کولی شي هره ورځ تر ۱۰ زره ټوکه پورې پاسپورټونه غوښتونکو ته ورکړي. نوموړی وايي، اوس دوی له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې پاسپورټونه ورکولی شي.