BBC
 شاته

افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه وځنډېده

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې د مشورتي لویې جرګې جوړېدنه ځنډولې ده. په فرمان کې راغلي چې دا جرګه به د راتلونکي لمریز کال د غويي (ثور) په نهمه جوړه شي. د ولسمشر په فرمان کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزی د لویې جرګې د جوړېدنې د کمیسون مشر په توګه شوی دی.