BBC
 شاته

طالبان: ملا برادر یوازې د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې ګډون کوي

افغان طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي. طالبانو بي بي سي ته ویلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.