شاته

د ترکيې چارواکي وايي د کودتا مخه يې نيولې

په ترکيه کې د پوځي کودتا هڅه د پلازمېنې انقرې په سړکونو کې د شخړو سبب شوې او راپورونه وايي په دې کړکېچ کې ١٧ پوليس وژل شوي، د پارلمان پر وداني بمي حمله شوې او يوه څرخي الوتکه نسکوره شوې ده.

شخړه نيمه شپه پيل شوې او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له سي، ان، ان سره په خپله مرکه کې وويل، قدرت لا هم د ه په لاس کې دى او کودتا به چې د ده په خبره د پوځيانو د يوې کوچنۍ ډلې له خوا پيل شوې وه، ځپل کېږي.

بيا هم په پلازمېنه انقره او استانبول ښار کې د چاودنو او وسلوالو نښتو ږغونه اورېدل کېدل.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په ترکيه کې له ټولو ښکېلو لوريو غوښتنه وکړه، چې د اردوغان د انتخابي حکومت ملاتړ وکړي، له تاوتريخوالي او وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره دې له زغم څخه کار واخلي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خپل ترکي سيال مولود چاووش اوغلو سره خبرې کړي او د ترکيې له حکومت څخه يې د امريکا ملاتړ څرګند کړى دى.

د اروپايي ټولنې رهبرانو له دې جملې د جرمني د صدراعظمې انګېلا ميرکل دفتر او د ناټو سرمنشي ينس سټولتن برګ په ترکيه کې له ټولو لوريو غوښتنه کړې چې د ترکيې ډيموکراتيکو موسسو او اساسي قانون ته درناوى وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپل ويډيويي پيغام کې چې له سي، اين، اين ټلويزيون نه خپور شو وويل:

”زما مطبوعاتي دوستانو، اول بايد ووايم چې زموږ د وسلوالو ځواکونو په منځ کې يوې ډلې د ترکيې د يووالي او پيوستون پرضد پاڅون وکړ، دغه کړکېچ زموږ په ښارونو کې ناکراري ايجاد کړه، دغه پاڅون زموږ د ملي غوښتنو خلاف دى. هر څوک چې د دغه کړکېچ مسوول وګڼل شي، له قانون سره سم به مجازات شي“

د ترکيې ولسمشر ټينګار وکړ، چې باوري دى کودتاچيان به بريالي نه شي. ده له خلکو وغوښتل چې د ښارونو په ميدانونو، هوايي ډګرونو او نورو ځايونو کې د کودتاچيانو پرضد راټول شي.

د ولسمشر تر وينا وروسته ګڼ کسان د ده په پلوي لارو کوڅو ته راووتل.

رجب طيب اردوغان ټينګار وکړ، چې لا هم د ترکيې ولسمشر او د اردو اعلى سر قوماندان دى.

ځينو کسانو غوښتل د استانبول د باسفوروس پله پر لوري هم لاريون وکړي، خو پوځيانو ورباندې ډزې وکړې او ځينې کسان يې ټپيان کړل.

په انقره، استانبول او ايزمير کې خلک لارو-کوڅو ته راووتل او د اله اکبر په شعارونو سره يې له کودتاچيانو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د ترکيې ولسمشر نيمه شپه د ترکيې په مارمريس کې د خپلې رخصتۍ له ځايه استانبول ته لاړ او د اتاترک په هوايي ډګر کې يې له رسنيو سره خبرې وکړې.

په انقره کې دشپې په جريان کې سختې شخړې روانې وې، د ترکيې دولتي اژانس انادولو څرګنده کړې، چې يو بم د پارلمان پر ودانۍ لګېدلى او د انقرې په نورو برخو کې هم د چاودنو ږغونه اورېدل کېدل. له نښتو سره- سره د ترکيې د پارلمان رئيس د نن لپاره يوه اضطراري غونډه راوبلله.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدريم څرګنده کړه، چې امنيتي ځواکونو د کودتاچيانو پرضد اقدام کړى او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې ارام دې وي.

د ترکيې دفاع وزير له پوځ نه غوښتنه وکړه چې حکومت ته وفادار پاتې وي.

د ترکيې د پارلمان مخې ته ټانکونه راټول شوي وو او څرخي الوتکو يې پر سر الوتنې کولې، يوه الوتکه نسکوره شوه او يو موټر چې غوښتل يې د ټانکونو د حرکت مخه ونيسي، تر ټانک لاندې شوى، خو سورلۍ يې ورڅخه تښتېدلې ده.

انادولو خبري اژانس راپور ورکړى، چې د پوځ ځينې مهم چارواکي سخت دريځې ډلې له خوا برمته شوي چې د ترکيې لوى درستيز هم په کې شامل دى.

د ترکيې د خاصو قواوو افسران او نورې ډلې د حکومت په پلوي اوچت شوي او د دغه هېواد د سياسي ګوندونو مشرانو هم له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

د کودتا اول خبر له استانبول نه خپور شو: هلته پوځي کسانو هغه مهم پول چې اروپايي ترکيه له اسيايي هغې سره تړي، بند کړ او وروسته په استانبول کې اتاترک هوايي ډګر ته نژدې ټانکونه ځاى پر ځاى شول.

تر دې پېښو وروسته د استانبول هوايي ميدان ته ټولې الوتنې لغو شوې.