شاته

پاکستان ته د طالبانو سفر: افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ

افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو په پر اعلان شوي‌ سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی.‌ بي بي‌ سي د هغه رسمي لیک متن ترلاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازولۍ په دې اړه د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کومیټې ته استولی.