BBC
 شاته

طالبانو د سولې خبرو لپاره نوې مرکچي ډله اعلان کړه

په دې پلاوي کې د ۱۴ کسانو نومونه اعلان شوي چې مشري یې محمد عباس ستانکزی کوي، د پلاوي په ترکیب کې پنځه نوې څېرې ترسترګو کېږي چې د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني هم په کې دی. افغان حکومت وایي، انس حقاني د دوی په بند کې دی او تراوسه یې د خوشې کېدو هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې.