BBC
 شاته

د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي ومړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ښاغلي مجددي فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچينې وايي نوموړي د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل کې ساه ورکړه. حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۶ کال د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و.