BBC
 شاته

غني: د سولې لپاره لویه مشورتي جرګه جوړوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت به یې په هېواد کې د سولې لپاره د روان کال په حوت میاشت کې په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه جوړوي. ولسمشر غني دا څرګندونې دوشنبه کابل کې د سولې ملي مشورتي پروسې غونډې ته خپله وینا کې وکړې