BBC
 شاته

خلیلزاد له طالبانو سره د اوږدو خبرو جزییات ډاګیزه کړل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي له طالبانو سره د خپلو وروستیو اوږدو خبرو ځینې جزییات برسېره کړي دي. ښاغلی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره خبرو کې ورته ویل شوي، طالبان دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.