BBC
 شاته

غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر "ځپلو" اندېښنه وښوده

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، په پښتونخوا او بلوچستان کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی. د اشرف غني دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره شنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی کوټه کې ووژل شو او دا غورځنګ یې مسوولیت پر امنیتي ځواکونو اچوي.