BBC
 شاته

عباس ستانکزی: طالبان پر ټول افغانستان ولکه نه غواړي

د امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی وايي، طالبان پر افغانستان په زور د ولکې نیت نه لري. مسکو کې د بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې هغه زیاته کړه: موږ د ټول افغانستان ولکه کول نه غواړو، دې سره افغانستان کې امن نشي راتلی.