BBC
 شاته

"طالبانو کندوز کې لسګونه افغان پوځیان وژلي"

داسې حال کې چې نن روسیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې کېږي، وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې یوه تازه برید کې لسګونو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده. ځايي چارواکي وايي برید د شپې نژدې یوه بجه د کندوز ښار څنډو کې شوی.