BBC
 شاته

خلیلزاد: څلوېښت کلنه جګړه په یوه غونډه کې نه شي ختمېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، موږ د سولې خبرو لړ کې پر سمه لار روان یو. ښاغلي خلیلزاد ویلي، سولې ته غځېدلې لار تل هواره او نېغه نه وي. نوموړي لیکلي، افغانستان کې حالت پیچلی دی او د نورو ټولو حساسو خبرو په څېر هر څه په عام محضر کې نه ویل کېږي.