BBC
 شاته

ایټالیا تر یوه کال له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي

د ایټالیا ددفاع وزارت ځینو سرچینو ویلي، چې تر راتلونکي یوه کاله به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي. سرچینه وايي، دفاع وزیرې ایلیسابیتا ټرینټا لارښوونه کړې چې له افغانستانه د وتلو پلان وارزوي. ایټالیا دا مهال په افغانستان کې ۸۹۵ سرتېري لري، چې تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې مېشت دي.