BBC
 شاته

اشرف غني: 'چټکه سوله غواړو، خو په تدبیر سره'

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو په تړاو پر طالبانو غږ کړی چې د 'پردیو د موخو له پوره کولو راوګرځي او د یوه قوي دولت د جوړېدو مخه ونه نیسي'. نوموړي ویلي، 'هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه یې په هېواد کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي.