BBC
 شاته

افغانستان اول ځل شوکاڼی بهر ته صادر کړ

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره بشپړ پروسس شوی شوکاڼی یا (تالک) اردون ته ولېږداوه. شوکاڼی هغه ګرانبیه ډبره ده چې په شااوخوا ۷۰ صنعتونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي. د شوکاڼي د پروسس یوه افغان کمپنۍ وایي چې په برتانیا، جرمني، چین، هند، ترکې او یو شمیر نورو هېوادونو کې یې د شوکاڼي د خرڅلاو څانګې جوړې کړې دي.