BBC
 شاته

طالب سرچینه: د قطر خبرو پایله به ژر اعلان شي

طالبانو ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته وویل، د قطر په دوحه کې به د وسله والو طالبانو او امریکايي دیپلوماتانو تر منځ له یوې اونۍ راهیسې د روانو خبرو پایلې ډېر ژر په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي. بل لور ته افغان حکومتي سرچینې وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره له خبرو وروسته کابل ته روان شوی.