BBC
 شاته

غني: په تېرو ۴ کلونو کې ۴۵ زره افغان ځواکونه وژل شوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ۲۰۱۴ راهیسې تر اوسه تر ۴۵ زرو ډېر افغان ځواکونه له اورپکو سره په جګړه کې وژل شوي. غني دا څرګندنې داسې مهال کړې چې د قطر دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ‌ خبرې شپږمې ورځې ته غځېدلې دي.‌