شاته
قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوي خبرې پيل شوې
وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې یوه خبره پاڼه کې منلې ده چې نن دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی د سیاسي دفتر استازو له امریکایي پلاوي سره خبرې پيل کړې دي. اعلامیه کې راغلي چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې به سبا سه شنبه هم دوام کوي