BBC
 شاته

طالبانو له امریکا سره د خبرو ځنډولو ګواښ وکړ

افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، که د امریکا حکومت په افغانستان کې د سولې په تړاو خپله تګلاره سمه نه کړي او بېرته هغې اجنډا ته رانه شي چې د دوی په خبره په اړه یې هوکړه شوې وه، دوی به له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وځنډوي. طالبانو پر امریکا تور لګولی چې د خبرو له اجنډا اوښتې او د خبرو په بهیر کې نور موضوعات ور ګډوي.