BBC
 شاته

"امریکا په سوریه کې د ایران پوځي شتون نه مني"

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، واشنګټن به په سوریه کې د ایران پوځي شتون د ختمولو پورې دیپلوماسۍ وکاروي او له متحدینو سره په شریکه کار وکړي. امریکایان په منځني ختیځ کې د ایران فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري او داسې فکر کوي چې دغه کړه وړه په سیمه کې د بې ثباتۍ راوستلو په مانا دي.