BBC
 شاته

د افغان شاهي کورنۍ تاریخي موټر ملي موزیم ته وسپارل شو

د افغانستان د پخوانۍ شاهي کورنۍ اړوند یو شخصي موټر کابو ۷۰ کاله وروسته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شو. دغه موټر "اسټن پرنسز" نومېږي چې د اسټن په نوم برتانوي شرکت جوړ کړی او ماډل یې A 135 دی. لا مالومه نه ده چې موټر د شاهي کورنۍ د کوم غړي و.