BBC
 شاته

افغان ټاکنې: د کابل رایو باطلولو پر پرېکړه له سره غور کېږي

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي، د شکایتونو کمیسیون به پر خپله هغه پرېکړه له سره غور کوي چې د کابل ولایت رایې یې باطلې بللې وې. دغه پرېکړه د دواړو کمیسیونونو په یوه ګډه غونډه کې شوې، چې د ولسمشر دویم مرستیال هم پکې و.