BBC
 شاته

د جاغوري له جګړې د ګیلان ولسوالۍ "۱۲٠٠" کورنۍ بې ځایه شوې

د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په جاغوري کې د نامسوولو وسلوالو له امله په سوونو کورنۍ بې ځایه شوې دي. د یوې کورنۍ مشر عبدالمالک خپلې کورنۍ څلور غړي چې درې نجونه او یو شپږ میاشتنی ماشوم دی د کندهار میرویس روغتون ته وړي دي.