شاته

کابل ځانمرګي برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي

د کابل ښار استقلال لېسې سره نږدې یوه ځانمرګي برید کې د درېیو ښځو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د بي بي سي ته وویل، چې ځانمرګی برید د پولیسو تلاشۍ پوستې سره شوی دی، او غوښتل یې هلته یو لاریون په نښه کړي