شاته

زلمی خلیلزاد د سولې هڅو لپاره کابل ته تللی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر ته د سولې د هلو ځلو او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي. خلیلزاد داسې مهال کابل ته تللی، چې د تېرې جمعې په ورځ مسکو کې د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو او سولې شورا غړو مخامخ کتنه لرله.