BBC
 شاته

د ولسیي جرګې ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان ځنډول شوی

د افغانستان ټاکنو کمېسیون وايي، د پارلماني ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان یې د راتلونکې لیندۍ میاشتې دویمې نېټې ته ځنډولی. د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون مسولین وايي، د ولسې جرګې په تېرو ټاکنو کې څه باندې څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و، چې د چارواکو په خبره ۶۳ سلنه نارینه او ۲۳ سلنه یې ښځې وې.