BBC
 شاته

د پاکستان مظاهرې؛ داسې حالت نه غواړو چې پوځ لاس په کار شي

پاکستان کې له مظاهرو پیلېدو راهیسې په لومړي ځل د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور غبرګون ښودلی او د دې ادارې پرضد یې د لاریونوالو شعارونه افسوسناک بللي دي. نوموړي پر مظاهره چیانو غږ وکړ چې داسې ګام اوچتولو ته یې اړ نه کړي چې قانون یې هم اجازه ور کوي.