BBC
 شاته

فراه کې د چورلکې لوېدو جګپوړي افغان چارواکي وژلي

د افغانستان سوېل لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوه چورلکه د خرابې هوا له کبله لوېدلې، چې د سیمه ییزو جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په ګډون لږترلږه ۲۵ کسان په کې وژل شوي. طالبانو ادعا کړې چې چورلکه دوی ویشتلې ده.