BBC
 شاته

افغان ټاکنې: له بایو مټرېک پرته رایو په اړه هوکړه وشوه

له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له بایو مټرېک پرته اچول شوې رای باطلې اعلان کړې وې، خو دغه پرېکړه یې د ټاکنو کمیسیون له کلک مخالفت سره مخامخ شوه. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني غونډه کې د دغه کمیسیون د پخوانۍ پرېکړې برعکس له بایو مټرېک پرته اچول شوې رای په مشروط ډول د اعتبار وړ اعلان کړې.