BBC
 شاته

د ټاکنیز کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د دوشنبې په ګهیځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر لېږدوونکي ګاډي ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وژلی او د دوو ښځو په ګډون اته نور کسان ټپیان دي. د برید مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.