BBC
 شاته

پښتون ژغورنې غورځنګ بنو کې جلسه وکړه

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دوو نیمو میاشتو ځنډ وروسته نن (یکشنبه، اکتوبر ۲۸مه) په بنو ښارګوټي کې ولسي غونډه وکړه. له سیمې نه ترلاسه شوي رپوټونه او انځورونه ښیي چې د ښځو په ګډون زرګونو کسانو د یکشنبې ورځې په دې جلسه کې ګډون کړی.