BBC
 شاته

کندهار ټاکنې: چارواکي تمه کوي، نیمګړتیاوې به نه تکرایږي

کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو لپاره دوی چمتوالی بشپړ شوی دی او تمه ښيي دلته به هغه تېروتنې او نیمګړتیاوې تکرار نه شي، چې ۳۲ ولایتونو کې د تلې میاشتې اته ویشتمې ټاکنو کې وشوې. بل لور ته کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا د ټاکنو کمېسیون پر چمتوالي اندېښنه ښيي.