شاته
"ملا برادر په پاکستان کې له زندانه خوشې شوی دی"
د طالبانو ځينو سرچینو بي بي سي ته منلې چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان کې له زندانه خوشی شوی دی. خو د پاکستان حکومت او یا هم په کابل کې افغان چارواکو تر دې دمه رسماً دا خبره نه ده تائید کړې.