شاته
ننګرهار: په شپنیو عملیاتو کې ۱۱ کسان وژل شوي
له ختیځ ننګرهاره رپوټونه وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي، چې د امنیتي چارواکو په وینا، ماشومان هم پکې دي. ځايي خلکو د وژل شویو شمېر ۱۶ کسه ښودلی دی. لاریون والو د تورخم - جلال اباد لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.