BBC
 شاته

ناټو، هند او پاکستان د کندهار برید وغانده

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان، د هند لومړي وزارت دفتر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دغه هېواد لومړي وزیر په کندهار کې پرونی برید وغانده. د کندهار په برید کي- چې د والي دفتر کې وشو- د کندهار والي ټپي، خو امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس، د انساني سرچینو مشر او د ملي تلویزیون کمره مین وژل سوي دي.