BBC
 شاته

تخار: ټاکنیز کمپاین ته څېرمه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

تخار ولایت کې د ټاکنیز کمپاین یوې غونډې ته نژدې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او له څلوېښتو ډېر نور کسان یې ټپیان کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. ځايي چارواکي وايي، بم په یوه موټر سایکل کې نصب شوی و.