BBC
 شاته

خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې همکاري غوښتې

خبرونه وايي، طالبانو په افغانستان کې د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له ورغلي امریکايي پلاوي سره په قطر کې خبرې کړې. له طالبانو سره ددغو خبرو جزییات برسېره شوي نه دي، خو قطري سرچینې وايي، زلمي خلیلزاد له قطر نه په افغان سوله کې د رغنده رول لوبولو غوښتنه کړې.