BBC
 شاته

کرېکټ غوره لیګ: کابل کندهار، بلخ ننګرهار ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې چې په شارجه ښار کې روانې دي،‌ د پنجشنبې پر ورځ دوه لوبې وشوې. بلخ لوبډلې ننګرهار ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه. خو د کابل ځوانانو او کندهار ترمنځ لوبه ډېره سخته وه او په پای کې کابل لوبډلې یوازې په ۲ منډو دا لوبه وګټله.