BBC
 شاته

کرېکټ غوره لیګ: پکتیا بلخ ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په اوومه لوبه کې پکتیا لوبډلې بلخ ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه. پکتیا لومړۍ منډې جوړې کړې او په خپلو ۲۰ اورونو کې یې په ۴ وېکټو ۲۰۴ منډې وکړې. په ځواب کې د بلخ ټوله لوبډله په ۱۶۷ منډو وسوځېده. ډېلپورټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو