BBC
 شاته

کرېکټ: د حضرت الله ځاځي سلیزې کابل ځوانان بریالي کړل

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو شپږمه لوبه چې د کابل ځوانانو او ننګرهار لېپرډز تر منځ وشوه، کابل لوبډلې په اوو وېکټو وګټله. د کابل لوبډلې د توپ وهنې پيل ډېر ښه و، حضرت الله ځاځي سليزه بشپړه کړه او په ۵۵ توپونو يې تر ټولو ډېرې ۱۲۴ منډې وکړې.