شاته
یونما: د وردګو جغتو هوايي برید کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یونما ویلي، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۳مه) په وردګو ولایت کې د حکومتپلوو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې دوولس ملکيان وژل شوي، چې د اتو نجونو په ګډون لس یې ماشومان دي.