BBC
 شاته

اسیا جام: د هند او افغانستان سخته لوبه برابره شوه

افغانستان له هند سره د دبۍ کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د اسیا جام سیالیو کې له یوې سختې سیالۍ وروسته لوبه برابره کړه. دغه لوبه کې د افغانستان فلډینګ یا ډګر ساتنه، د شهزاد محمدي او محمد نبي په زړه پورې لوبې خورا مهم رول درلود. محمد شهزاد د دغې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.