BBC
 شاته

یونما: سږ کال د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ٪۵۲ ډېره شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي 'یونما' ویلي، د روان کال لومړۍ نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د هوايي بریدونوله کبله د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې، چې په وینا یې د ټولو هوايي بریدونو تر نیمايي ډېره مرګ ژوبله یې ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.